کابل؛ د وزلوبې اووم پړاو ليګ د لوبډلو مسؤلينو او چاپندازانو ته د پوهاوي ښوونيز يو ورځنی سمينار ترسره شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۳۰
کابل؛ د وزلوبې اووم پړاو ليګ د لوبډلو مسؤلينو او چاپندازانو ته د پوهاوي ښوونيز يو ورځنی سمينار ترسره شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او محلي لوبو ملي فدراسيون له لوري د يما پطرول - افغانستان وزلوبې ليګ اووم پړاو سياليو کې د لوبيدونکو لوبډلو، مسوولينو، ترینرانو او چاپندازانو ته د پوهاوي يو ورځنی ښوونیز سمينار د کابل بزکشۍ لوبغالي کې ترسره شو.

په دغه سمينار کې د وزلوبې، نیزه وهنې او محلي لوبو د فني او مسلکي مرستيال قاري ذبيح الله حاجي زاده له لوري د سمينار ګډونوالو ته د‌ وزلوبې د طرزالعمل او د دې ليګ د اصولو او مقرراتو په اړه معلومات وړاندې شول او د دې فدراسیون د رئيس غلام سرور جلال له لوري بیا د لوبډلو د مسوولينو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

دغه راز د هېواد ورزش ادارې د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري وويل، جوړ شوی طرزالعمل به په ټولو يو ډول تطبيقيږي او زياته يې کړه، چې دغه سيالۍ به په ښه شکل ترسره شي.

دغه سمينار د لوبډلو مسؤلينو، چاپندازانو او پهلوانانو ته د پوهاوي په موخه، د هېواد ورزش ادارې د فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د رهبرۍ غړو، د وزلوبې، نېزه وهنې او محلي لوبو فدراسيون د رئيس او مسوولينو، د لوبډلو رئيسانو او چاپندازانو په شتون کې ترسره شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اتحاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

نیمروز کې د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د هلمند، کندهار او نیمروز ولایتونو لوبډلو ترمنځ د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۸
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS