کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې رهبري د ف.تحې د ورځې د نمانځلو په موخه د فدراسيونونو له رئیسانو او استازو سره غونډه وکړه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۳۹
کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې رهبري د ف.تحې د ورځې د نمانځلو په موخه د فدراسيونونو له رئیسانو او استازو سره غونډه وکړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبري او د ټولو فدراسيونونو مسؤولينو ترمنځ د ف.تحې د ورځې (اسد ۲۴) په وياړ د لا ښه چمتووالي په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثیق، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د هېواد د ټولو فدراسیونونو رئيسانو، اداري کارمندانو او ورزشکارانو گډون کړی و.

د يادې غونډې په پيل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس الحاج مولوي احمدالله وثیق د ف.تحې د ورځې په اړه معلومات وړاندې کړل، ښاغلي وثيق وويل: خپلواکي د الله تعالی يو لوی نعمت دی، چې د لکونو شهيدانو د وینو په بدل کې مو اخيستې ده، دا ورځ د افغان ولس لپاره د وياړ او سرلوړۍ ورځ ده، چې بايد د الله تعالی شکر ادا کړو.

د غونډې په دوام د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاييده اختري د فت.حې د ورځې په چمتووالي مسؤولينو ته معلومات ورکړل او هغوی ته يې د خپلو چارو د لاښه ترسره کولو په موخه سپارښتنې وکړې، نوموړي همداراز ټينگار وکړ، چې دا يوه لويه او تاريخي ورځ ده او بايد يې په ښه شکل ونمانځو.

همدارنگه د فدراسیونونو مسؤولينو ژمنه ورکړه، چې دا ورځ به په ښه شکل نمانځو او خپلو کارونو ته به په وخت رسېدگي کوو.

د يادونې وړ ده، چې د اسد ۲۴مه د هېواد د فت.حې له ورځې سره برابره ده، دغه تاريخي ورځ هر کال د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست له لوري په ځانگړو غونډو نمانځل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۴
Background image

کونړ؛ سرکاڼو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د سرکاڼو ولسوالۍ په پشد سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ چې شاوخوا يوه نيمه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۱
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د کیوکوشین کراټې ۱۳ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کراټې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کیوکوشین کراټې ۱۳ تنو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

د هرات په کوربتوب د شپږو ولایتونو ترمنځ د فول رزم اتلولۍ سیالۍ وشوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فول رزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د غزني، زابل، کندهار، فراه، بادغیس او هرات ولایتونو د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول. . .

BACK TO NEWS