کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې د ۳۲ ورزشي فدراسیونونو هڅې وستايلې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۲۰:۳۹
کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې د ۳۲ ورزشي فدراسیونونو هڅې وستايلې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د رهبرۍ له لوري د ياد رياست اړوند د ۳۲ ورزشي فدراسیونونو وروستۍ هڅې او لاسته راوړنې د دې رياست د کنفرانسونو په تالار کې د يوې غونډې په ترڅ کې وستايلې.

په دغه ستاينغونډه کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رييس ښاغلي مولوي احمدالله وثيق، د ياد رياست مشاورينو، د بېلابېلو رياستونو رئيسانو، د مشورتي بورډ غړو او د فدراسیونونو رئيسانو ګډون کړی وو.

ياده ستاینغونډه د ورزش ادارې د مشورتي بورډ له خوا د ورزشي فدراسیونونو د تېر یوه کال د کړنو د ارزیابي پر اساس ترسره شوه او په درېوو کټګوریو کې ورزشي فدراسیونونه وستایل شول.

په ياده غونډه کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د فدراسيونونو رئيسانو ته په خبرو کې وويل: (( تاسو ته ډېره ستره دنده در تر غاړې ده، چې د هېواد د ځوانو ورزشکارانو تربيه ده؛ نو له تاسو جدي غوښتنه او هيله کوم، چې د دوی سالمې روزنې ته پاملرنه وکړئ.))

همداراز نوموړي زياته کړه، چې د ورزشکارانو د مسلکي روزنې ترڅنګ د هغوی اخلاقو ته هم پاملرنه وکړئ او د اسلام د مبارک دين بشپړې پابندۍ ته يې را وبولئ.

د دې غونډې په پايله کې د ۳۲ فدراسیونونو ته د هڅونې او تشويق په موخه د لومړۍ، دويمې او درېيمې کټګورۍ ستاينليکونه ورکړل شول.

د يادونې وړ ده، چې د ۳۲ فدراسيونونو له ډلې په لومړۍ او دويمه کټګورۍ کې ۱۱، ۱۱ فدراسيونونه او په درېيمه کټګورۍ کې ۱۰ فدراسينونونه راغلل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د پکتیکا په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې A. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۹
Background image

بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۸
Background image

هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په لوی کارېز سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې. . .

BACK TO NEWS