کابل؛ د هرات صرافانو لوبډلې د کندهار اتفاق خانزاده لوبډلې ته ماته ورکړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۱۴
کابل؛ د هرات صرافانو لوبډلې د کندهار اتفاق خانزاده لوبډلې ته ماته ورکړه

د افغانستان فوټبال اتلانو ليګ پينځم پړاو ۲۸مه لوبه کې د هرات صرافانو لوبډلې د کندهار اتفاق خانزاده لوبډلې ته ۱ - صفر ګول په توپير ماتې ورکړه او په روان ليګ کې يې څلورمه بريا خپله کړه.

د دې سياليو ۲۷مه لوبه د سرخ پوشان خوافي او ارمان ايف سي ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې سرخ پوشان لوبډلې وکولی شول خپلې سيالې ارمان ايف سي لوبډلې ته د ۱ ـ صفر ګول په توپير ماتې ورکړي او په روانو سياليو کې څلورمه بريا خپله کړي.

د افغانستان فوټبال اتلانو ليګ پينځم پړاو سيالۍ د ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ د هېواد ورزش ادارې په همکارۍ د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د دې فدراسيون په مرکزي لوبغالي کې پيل شوې، چې ۱۳ ورځ پکې دوه لوبې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
Background image

ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۹
Background image

زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS