کابل؛ د رزمي ورزشونو په دوو سبکونو کې د کابل منتخبې لوبډلې ته ټاکل شوي لوبغاړي وستایل شول

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۹:۲۲
کابل؛ د رزمي ورزشونو په دوو سبکونو کې د کابل منتخبې لوبډلې ته ټاکل شوي لوبغاړي وستایل شول

د کابل ولایت بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د رزمي ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د روانې میاشتې په ۱۹مه او۲۰مه نېټه، د دې رشتې په دوو سبکونو سیلف ډیفینس او توان کې د کابل ولایت د زونونو له ۴۰ کلبونو څخه د ۳۱۰ لوبغاړو ترمنځ د کابل ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه ټاکنیزې سیالې ترسره شوې، چې غوره لوبغاړي یې نن د المپیک ملي کمېټې د کنفرانسونو په تالار کې د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

په دې سیالیو کې ۳۱۰ ورزشکارانو په څلورو عمري کټګوریو کوچنیانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لویانو کې په دوه جلا سبکونو سیلف ډیفینس او توان کې د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړې.

د دې سیالیو په پای کې د سیلف ډیفینس سبک د ۱۶۰ ګډون کونکو له ډلې ۴۰ تنه وتوانېدل، چې د کابل منتخبې لوبډلې ته لار ومومي او د توان سبک د ۱۵۰ ورزشکارانو له ډلې بیا ۵۰ تنو وکولی شول، چې د کابل منتخبې لوبډلې ته غوره شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې سیالیو کې لومړی، دویم او درېیم مقام ګټوونکي لوبغاړي د رزمي ورزشونو د فدراسیون د مسوولینو له لوري د مډالونو او ستاینلیکونو په ورکړې سره وستایل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

خوست؛ موسی خېلو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د موسی خېلو ولسوالۍ په مرغې جواس سيمه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې دوې مياشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

خوست؛ تڼيو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د تڼيو ولسوالۍ په ژۍ کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د "ځوانانو يووالي" په نوم د واليبال سيالۍ د تڼيو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د روداتو لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS