کابل؛ د افغانستان د فوټبال اتلانو ليګ پينځم پړاو د لسو لوبډلو په ګډون پيل شو

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۳۷
کابل؛ د افغانستان د فوټبال اتلانو ليګ پينځم پړاو د لسو لوبډلو په ګډون پيل شو

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د افغانستان د فوټبال اتلانو ليګ پينځم پړاو سيالۍ د ۱۰ لوبډلو په ګډون نن رسماً د افغانستان فوټبال ملي فدراسيون په مرکزي لوبغالي کې پيل شوې.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، د دې ادارې او فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر، د ا.ا.ا مرستيال وياند حمدالله فطرت، د اريانا نيوز خصوصي تلويزيون رئيس مجيب الرحمن بهير، د هېواد ورزش ادارې پخواني رئيس انجنير نظر محمد مطمئن، د دې ادارې بېلابېلو رئيسانو، ورزشي مسوولينو، ا.ا د بېلابېلو ادارو مسؤلینو، د رسنیو استازو او د فوټبال مينوالو ګډون کړی وو.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس ښاغلي مولوي احمدالله وثیق د دې ليګ په پيل کېدو د خوښۍ ترڅنګ په نړيوالو سياليو کې د افغان ورزشکارانو د ورستيو لاسته راوړونو يادونه وکړه او دغه لاسته راوړنې يې د هېواد ورزش ادارې او ټولو فدراسيونونو د نه ستړې کېدونکو هڅو او کوښښونو پايله وبلله.

دغه راز نوموړي وعده وکړه، چې په ټولو برخو کې به کوښښ کوي او هغه اتلولۍ، چې يې ترلاسه کړي دي د باقي ساتلو لپاره به يې زيار باسي.

همدارنګه د اريانا نيوز رئيس مجيب الرحمن بهير د هېواد ورزش ادارې ټولو مسوولينو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان اتلانو ليګ پينځم پړاو به په ښه پوښښ، په ښو امکاناتو او په فوق العاده تصوير سره د هېواد ۳۴ ولايتونو د اوسېدونکو تر کورونو پورې رسوي.

دغه راز د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر وويل، د افغانستان اتلانو ليګ پينځم پړاو، د لوبډلو په ترکيب کې د بهرنيو لوبغاړو شتون به د دې ليګ کيفيت نور هم لوړ کړي.

په دغو سياليو کې لسو لوبډلو ( استقلال، ابومسلم، جوانان پيروزي، اتفاق خانزاده کلب، ارمان ايف سي، سرسبز ياشلر، سرخ پوشان خوافي، صرافان هرات، عینو مېنه او خراسان فارياب ) ګډون کړی، چې لومړۍ لوبه کې يې ابومسلم لوبډلې خپلې سيالې استقلال لوبډلې ته ۵ - ۰ ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ نن د روان کال د ليندۍ مياشتې پر لومړۍ نېټه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۶مې نيټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۲۹
Background image

په هرات کې ۱۳ ولايتونو ترمنځ د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ پای ته ورسېد

د دغو مراسمو په پيل کې د هيواد د ورزش ادارې د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اختري ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د هرات ولايت له استازو يې د مېلمه پالنې او غوره کوربتوب اړوند مننه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۲
Background image

تېره شپه د کابل والي ملا امین الله عبید له لوري د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې بهرني لوبغاړي او ورزشي مسؤولین مېلمانه شوي و.

ښاغلي عبید ټولو بهرنیو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې د ورزش ادارې بلنه یې ومنله او افغانستان ته راغلل.

دغه راز د مېلمستیا په پای کې د ښاغلي ملا امین الله عبید له. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

BACK TO NEWS