کابل؛ د استالف ورزشکارانو د ټولنې له لوري د فوټسال لومړی پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۲۱:۲۴
کابل؛ د استالف ورزشکارانو د ټولنې له لوري د فوټسال لومړی پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

تېره ورځ د استالف عالي لېسې په فوټسال ورزشي لوبغالي کې د فوټسال لومړی پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې عقابان دره لوبډلې سیالې اتفاق ب لوبډلې ته د ۱۲/۰ ګولونو په توپير او په دویمه لوبه کې استقلال خواجه حسن لوبډلې سیالې اتفاق استالف لوبډلې ته د ۷/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریاوې خپلې کړې.

د یادو سیالیو موخه د استالف ولسوالۍ منتخبه لوبډله جوړول دي، چې هره ورځ به دوې لوبې ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د استالف خیریه ګروپ په مالي ملاتړ ترسره کېږي او یوه اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۶
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ۴٥. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شور تپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ۴۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۲
Background image

بلخ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار په حیرتان ښارګوټي کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۵جوړو لوبې. . .

BACK TO NEWS