چالاک لوبډلې د پکتیکا مرکز ښرنې د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي وګټله
د پکتیکا ولایت د ورزش امریت، ټېپ بال کرکټ فدراسیون او کوټوالو کلي ځوانانو په ګډه همغږۍ په همدې کلي کې د «متحد افغانستان» په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د چالاک لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې چې ۳۰ لوبډلو برخه لره پایلوبه یې د چالاک او زاولو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د زاولو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۷ اورونو کې یې ۶۸منډې وکړې.
په مقابل کې د چالاک لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په پنځم اور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.
په پای کې ګټونکې لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
