ځوست؛ غزا غونډۍ لوبډلې د ځاځي میدان ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۰:۱۶
ځوست؛ غزا غونډۍ لوبډلې د ځاځي میدان ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ځاځي میدان ولسوالۍ په عباس خېلو کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د واليبال سيالۍ د غزا غونډۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د غزا غونډۍ او عباس خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې غزا غونډۍ لوبډلې سيالې عباس خېلو لوبډلې ته ۱/۳ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه سيالۍ، چې يوه نيمه مياشت يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته يوه پسه او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS