پۀ خوست ولايت کې د اتصالات په نوم د واليبال سيالۍ پېل شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د واليبال فدراسيون د استازولۍ لۀ لورې او د اتصالات مخابراتي شرکت او پامیر خصوصي پوهنتون په گډه همکارۍ، د ياد ولايت پۀ ۱۲۰۰ فاميليو تفريحي پارک کې د ۲۳ لوبډلو تر منځ د اتصالات په نوم د واليبال سيالۍ پېل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د تڼيو منتخب او بلال مندوزيو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې ۳۱/۲۷ مېدانونو په توپير بلال مندوزيو لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.
دغه سيالۍ، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي، موخه يې ځوانانو تر منځ يووالی او سالمه تفريح ياده شوې ده.
پۀ پای کې د سيالۍ غوره لوبغاړي ته، د پامير خصوصي پوهنتون لۀ خوا ډالۍ ورکړل شوه.
