پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۶
پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له ولري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د بکخېلو او غیبي خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې بکخېلو لوبډلې د دوه پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح د برابرولو په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۴۷
Background image

هلمند؛ کجکي ولسوالۍ کې د شپږو ولسوالیو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په کجکي ولسوالۍ کې له شپږو ولسوالیو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د هلمند ولایت د شمالي او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۸
Background image

بغلان؛ ډنډ غوري ولسوالۍ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې له تخار، کندز، سمنګان، بلخ، پنجشېر،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۳
Background image

دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په کجران ولسوالۍ کې له مرکز او د کجران ولسوالۍ له کليو څخه د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې. . .

BACK TO NEWS