پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۳:۳۵
پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د یوسف خېل ټایګرز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د یوسف خېل ټایګرز او زمري کوټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه یوسف خیل ټایګرز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٩٨ منډو هدف وټاکه. زمري کوټ لوبډلې د هدف په ځواب کې ١٦٨ منډې وکړې او د ٢٩ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ٢٥ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS