پکتیکا؛ یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ٤٥ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې په بېلابېلو وزنونو کې د ٤٥ ورزشکارانو ترمنځ د لتس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې اختر محمد، فضل الرحمن، نیاز الله، جاوید، عبدالله شاه، فتح خان او عصمت الله لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
