پکتیکا؛ ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۲۳:۴۳
پکتیکا؛ ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ښرنه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د مددخېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د مدد خېلو او دوتاڼو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د مدد خېلو لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو شپږو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۹۵ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د دوتاڼو لوبډلې په ټولو اورونو کې ۸۰ منډې جوړې کړې او د ۱۴ منډو په توپير يې لوبه وبایلله.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی او له نشه یي توکو څخه لېرې والی و، چې دوه ورځې يې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبډلې ته يو دانه سېرلی ورکرړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۸ - ۱۸:۵۹
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينك

https://www.facebook.com/share/17KE25kGdA/

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۸ - ۱۸:۵۲
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۸ - ۱۸:۵۱
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS