پکتیکا؛ چهاربران ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۴:۴۲
پکتیکا؛ چهاربران ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربران ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې يوه ورځ مخکې پيل شوې وې د سپينه الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د سپينه الف او خېر مينځو ب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سپينه الف لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو څلورو اورونو کې يې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۵۷ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې خېر مينځو ب لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۴۲ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۵ منډو په توپير وبايلله.

د يادو سياليو موخه په ليرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۲:۳۸
Background image

جوزجان کې د فولرزم ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فولرزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم اتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۲:۱۶
Background image

جوزجان کې د فوټبال غوره لیګ پيل شو

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS