پکتیکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت، د ښوونې او روزنې اړوند د بدني روزنې عمومي مدیریت سره په همغږۍ به علي بابا لېسه کې د ودان افغانستان په نوم د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي د پیل لوبه یې د علي بابا مرکزي لېسې او مټاخان لېسې د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې مټا خان لوبډلې د ۲-۰ میدانونو په توپیر بریال خپله کړه.
د یادونې وړ ده چې د یادو سیالیو موخه د زده کوونکو ترمنځ د یووالي رامنځته کول دي.
