پکتیکا؛ په مرکز ښرنه کې د آزادۍ د دویمې کلیزې لمانځنې په موخه د درېیو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او نېزه وهنې فدراسیون له لوري د یاد امریت په د نېزه وهنې په لوبغالي کې د درېیو لوبډلو ترمنځ د خپلواکۍ د دویمې کالیزې د نمانځنې په موخه د نېزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو لومړی مقام اتفاق الف لوبډلې، دویم مقام خیرکوټ ولسوالۍ لوبډلې او درېیم مقام اتفاق ب لوبډلې ترلاسه کړ.
هېره دې وي چې په پای کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د مسوولینو له لوري غوره لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
