پکتیکا؛ په سروضه ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د علي محمد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۴:۴۵
پکتیکا؛ په سروضه ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د علي محمد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون په استازولۍ او د سلطانو ځوانانو له لوري د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې یوه اوونۍ مخکې پیل شوې وې، د علي محمد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د علي محمد او پاس کلا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې علي محمد لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړي او اتلولي په خپل نوم کړي.

د دغو سیالیو د ترسره کېدو موخه په کليو کې د فوټبال ورزش ته وده ورکول و او د سیالۍ په پای کې غوره لوبغاړو ته جایزې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۱:۵۷
Background image

کابل کې د زندانيانو دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت او د زندانونو چارو د تنظیم ښه ادارې د ښوونې او بيا روزنې رياست په همغږۍ د يادې ادارې د نشه يي توکو په وړاندې د. . .

BACK TO NEWS