پکتیکا؛ په برمل ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۵۶
پکتیکا؛ په برمل ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډ لوترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې ۱۱ ورځې مخکې پيل شوې وې د شاقیب الحسن لوبډلي په اتلوالي پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د شاقيب الحسن او نحل ستوري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، نحل ستوري لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د شاقيب الحسن لوبډلې ټاکل شوې هدف د لوبې په ورستي اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او پنځو ويکټو په توپير يې لوبه وګټله.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالي رامنځته کول وو او په پای کې لومړي مقام ګټونکي لوبډلې ته يو عراده بايسکل ورکول شو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۴۱
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۳۶
Background image

د روشن مخابراتي شرکت استازو د هېواد د ورزش ادارې له رهبرۍ سره وليدل

په افغانستان کې د روشن مخابراتي شرکت استازو د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست له رهبرۍ سره د دې رياست په مرکزي دفتر کې وليدل او د ورزش د پرمختګ لپاره يې په ګډو همکاريو خبرې وکړې.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۳۴
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

سه شنبه، د چنګاښ ١٧مه، ١٤٠٤

BACK TO NEWS