پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۴:۴
پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د سیدو کلا والیبال کمېټې په همغږۍ او د کابل پطرول پمپ په مالي ملاتړ د ۲۶ لوبډلو ترمنځ سیالۍ، چې له خوست، پکتیا، میدان وردګ ، غزني او پکتیکا یې ګډون کړی وو، د میدان وردګ ولایت په بري پای ته ورسېدې.

دا لوبې ۲۵ ورځې وړاندې پيل شوې وې، چې پایلوبه یې د میدان وردګ شاهد او خوستۍ مسوول خان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې میدان وردګ لوبډلې د ۱/۳ ډګرونو په توپیر سیاله لوبډله ماته کړه.

د دې سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول وو، چې د سیالیو په پای کې ولایتي مسوولینو پر نورو جایزو سربېره لومړي مقام وړونکي لوبډلې ته شل زره افغانۍ او دویم مقام ګټونکي ته یې پنځه زره افغانۍ نغدې جایزې ورکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS