پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او عنعنوي لوبو مدیریت له لوري او د وزیر محمد کټوازي خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د یاد ولایت له دریو کلپونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د شوروي اتحاد د ماتې ورځې په ویاړ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د ښکلا جیم کلپ، د ولس تمریناتي کلپ او د پاټنـر کلپ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې د ولس تمریناتي کلپ ورزشکارانو لومړی مقام، د ښکلاجیم دویم مقام او د فاټنر کلپ درېیم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سیالیو موخه ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د سيمه ییزو خلکو هڅوول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش آمریت او د ولس تمریناتي کلپ له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.