پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۲۱:۳۷
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري او د زیتون هوټله په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ د شمشېر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د شمشېر او ادم خان ځواک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې شمشېر لوبډلې د ۳/۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې ادم خان ځواک لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې او په پای کې لومړي مقام لوبډلې ته لس زره او دویم مقام ته پنځه زره افغانۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۰:۴۰
Background image

خوست؛ ګربز ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ګربز ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د احمدشاه زلمیو لوبډلې په اتلولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۰:۳۹
Background image

ننګرهار؛ نازیان ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاستړله لوري د ياد ولايت په نازیان ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS