پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې دولت ځیرک لومړی، نقیب الله دویم او محمد حسن بیا درېیم مقام خپل کړ.
