پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه الماس اتلانو او سرې کلابي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې الماس اتلانو لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ لوبه یې په خپل نوم کړه.
یادې سیالۍ له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د راګرځولو په موخه ترسره شوي دي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
