پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پای ته ورسیدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۲۲:۲۷
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پای ته ورسیدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ دالیون سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې الیون سټار لوبډلې د ۳ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې سرې کلا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

یادې سیالۍ د فوټبال لوبې ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۴ ورځې یې دوام وکړ او اتلې لوبډلې ته یو عراده موټر سایکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS