پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د سرې کلا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د سرې کلا او ملیکانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې سرې کلا لوبډلې د ۳ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالۍ په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.