پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیال پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ید ولایت په مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خلیل جیلاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پای کې خلیل جیلاني لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې آدم خان مسرور لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۱۴ ورځې یې دوام وکړ.
