پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۵۶
پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سروضې ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یاران لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې یاران لوبډلې د ۳/۰ میدانونو په توپیر خپلې سیالې شاهد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې اته ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټرسایکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

خوست؛ صبريو يعقوبيو ولسوالۍ کې د واليبال درېيم پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ په ستر کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال درېيم پړاو سيالۍ د اسماعیل خېلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۲۴
Background image

هرات کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووينام سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووينام ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووينام سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو موخه د غوره. . .

BACK TO NEWS