پکتیکا؛ سروبي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې زړې کلا لوبډلې له خپل ١٣٤ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ١١ منډو په توپیر یې خپلې سیالې نوې کلا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې په موخه پیل شوي دي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
