پکتیکا؛ د مرکز ښرنې د نیزې وهنې سیالۍ د اتفاق لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د ورزش امریت او نیزې وهنې فدراسیون له خوا د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د نیزې وهنې یو ورځنۍ سیالۍ د مرکز ښرنې اتفاق لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د پکتيکا پر مرکز ښرنې او ولسواليو سربېره د پکتیا او غزني ولایتونو لوبډلو هم ګډون درلود.
د دغو سياليو په پايله کې د مرکز ښرنې لوبډلې لومړى د خير کوټ او مټاخان ولسوالیو لوبډلو په ترتيب سره دويم او درېيم مقامونه وګټل.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول دي.
