پکتیکا؛ خېرکوټ ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خېرکوټ ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې جاني خېلو لوبډلې خپلې سيالې کروړو لوبډلې ته د ۲ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او په ليرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول دي، چې شاوخوا ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
