پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې بکخېلو لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې یحیی خېلو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
