پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ١٣ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۳:۱۶
پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ١٣ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ١٣ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د یوولس ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د وزیرستان زلمي او یوولس ستورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه يوولس ستورو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٨ منډو هدف وټاکه. وزیرستان زلمي لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ١٠٧ منډې وکړې او د لسو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ١٦ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۲۷
Background image

پکتیا؛ سیدکرم ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موتای سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د موتای فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د سیدکرم ولسوالۍ په اتحاد کلپ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موتای دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۸
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د شاهین افغان الف لوبډلې په اتلولي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۷
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS