پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۷:۴۳
پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې ۱۷ ورځې مخکې پيل شوې وې د هاشم آباد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د هاشم آباد او عادل کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه عادل کلب لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۱ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې هاشم آباد لوبډلې ياد هدف په نهم اور کې ترلاسه کړ او سيالي يې د پنځو ویکټو په توپير وگټله.

د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ لوبې ته وده ورکول او د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۲
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

کندز کې د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال اتلولۍ سیالۍ پيل شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو ترمنځ د هېواد شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال. . .

BACK TO NEWS