پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۴
پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شني ځدراڼ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د شني ځدراڼ او شاهین علي خېل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې شني ځدراڼ لوبډلې د ۲/۳ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۱:۴۱
Background image

نیمروز؛ مرکز زرنج ښار کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنيونې سيالۍ وشوې

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز زرنج ښار کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنيونې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د کجران ولسوالۍ په دروانه سيمه کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۵۸
Background image

د کابل فوټسال غوره ليګ اتم پړاو سياليو د خپرولو هوکړه ليک لاسليک شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري د کابل فوټسال غوره ليګ اتم پړاو سياليو د خپرولو هوکړه ليک د ملي سپورټ تلويزيون سره لاسليک. . .

BACK TO NEWS