پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اسد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې اسد لوبډلې له خپل ۲۵۴ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۸۰ منډو په توپیر یې خپلې سیالې ارګون لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې.
