پکتیا کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس ټاکنیزې سیالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۸:۹
پکتیا کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس اوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله کې شپږ تنه د بدن ښکلا او پنځه تنه د فټنس په برخه کې د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

دا سیالۍ د پکتیا ولایت د بدن ښکلا او فټنس لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکلو په موخه وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۸:۱۷
Background image

پکتیکا؛ ګومل ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګومل ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سروبي ایګل لوبډلې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۸:۱۵
Background image

هلمند؛ باغران ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په باغران ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۸:۱۳
Background image

زابل کې د اتو ولایتونو ترمنځ د کیک بوکسينگ اتم پړاو سیالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کیک بوکسينگ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د اتو ولایتونو د ۸۰ ورزشکارانو تر منځ د کیک بوکسينگ سیالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS