پکتیا کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښارکې د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خوست تڼیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې له پکتیا، کابل، خوست، میدان وردګ او پکتیکا څخه ۵۰ لوبډلو ګډون کړی و، چې په پایلوبه کې خوست تڼیو لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې میدان وردګ لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د قومونو ترمنځ یووالي او ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې ۵۰ ورځې یې دوام وکړ.
