پکتیا کې د جوجیتسو رشتې ۲۵ تنو لوبغاړو ته کمربندونه وروتړل شول.

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۹ - ۹:۲۱
پکتیا کې د جوجیتسو رشتې ۲۵ تنو لوبغاړو ته کمربندونه وروتړل شول.

نن جمعه په پکتیا ولایت کې د جوجیتسو رشتې لوبغاړو ته د مختلفو خطونو کمربندونه وروتړل شول.

په همدې اړوند جوړو شویو مراسمو کې چې نن د پکتیا ولایت د جوجیتسو رشتې په سید احمد شیرزي کلب کې نیول شوي وو، د افغانستان د جوجیتسو فدراسیون مشر استاد محمد صابري، د پکتیا بدني روزنې او ورزش ریاست رئیس نور رحمن تسکین، د پکتیا بدني روزنې عمومي مدیر ګل کریم سحر، استادانو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼ شمېر مینه والو برخه اخیستې وه.

د مراسمو په ترڅ کې د افغانستا د جوجیتسو فدراسیون مشر د جوجیتسو په ارزښت خبرې وکړې او جوجیتسو اهمیت یې ګډونوالو ته بیان کړ.

د پکتیا ولایت بدني روزنې او ورزش آمر نور رحمن تسکین په پکتیا ولایت د ورزشي فعالیتونو د ښه والي په اړه ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې چې د ورزش د لاډیر پرمختګ لپاره به هڅه کوي.

د ورزشکارانو له ډلې دوه ورزشکارانو ته تور، درۍ ورزشکارانو ته سور، دوولس ورزشکارانو ته آبي، او پاتې ورزشکارانو ته د زیړکمربندونه کمربندونه وروتړل شول چې جمله پنځه ویشت کسان کیږي.

له کمربندونو تړلو څخه وروسته د دې رشتې څو تنه ورزشکارانو د یادې رشتې مختلف حرکتونه هم ترسره کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS