پکتیا ؛ د یتیمانو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۰:۲۲
پکتیا ؛ د یتیمانو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون په ګډه همغږۍ د امام ابوحنیفه دارالایتام مدرسې د شاګردانو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د ذبیح الله او بلال لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د ۳-۰ ګولونو په توپیر بلال لوبډلې وګټله.

یادې سیالۍ به ۱۶ ورځې دوام وکړي، چې موخه یې د یتیمانو لپاره د سالمې تفریح برابرول او ورزش ته د هغوی هڅول دي.

د یادولو ده چې دغه سیالۍ د مدرسو یتیمانو ته ځانګړې شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS