پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت به څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یوسف پټان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلویه کې یوسف پټان لوبډلې د ٣ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې بخت وزیر منلي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دادسیالۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې او ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۵۰ ورځې یې دوام وکړ.
