پکتیا؛ په مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار اتحاد لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ د ذوالفقار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې ذوالفقار لوبډلې خپلې سیالې ازادي لوبډلې ته د ۰/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې د یادو سیالیو موخه د ځوانانو هڅونه او په یاد ولایت کې د فوټبال ورزش ته وده ورکول وو، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
