پکتیا؛ په زرمت ولسوالۍ کې د ۲۲ کلبونو ترمنځ د یووالي په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت زرمت ولسوالۍ په تعمیر بازار مرکزي لوبغالي کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د یووالي په نوم د فوټسال سیالۍ، چې یوه میاشت په دوام وکړي پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کوتي خېل لوبډلې خپلې سیالې استوګن لوبډلې ته ۱/۴ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
