پکتيکا کې د ۳۷ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سيالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۲۱
پکتيکا کې د ۳۷ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د نیزه وهنې، وزلوبې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې ۳۷ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سيالۍ د اتفاق کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايله کې اتفاق کلب لوبډلې د ۶۸ امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی، خېر کوټ کلب د ۵۶ امتيازونو په خپلولو سره دويم او يوسف خېل کلب بيا د ۵۰ امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې لومړي، دويم او درېيم مقام گټونکو لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS