پکتيکا کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د مرکز ښرنې ښار په ولس تمريناتي کمپ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې په بېلابېلو وزني کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې نهو تنو ورزشکارانو لومړي مقامونه ترلاسه کړ.