پکتيکا ولايت ته د بدني روزنې او سپورټ لوی رييس د سفر دوام
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ لوی رييس مولوي احمدالله وثيق، پکتيکا ولايت ته د خپل سفر پر دوام د همدې ولايت سرروضې ولسوالۍ له ورزشکارانو او ورزشي وضعيت څخه ليدنه وکړه.
په دغه ليدنه کې د سرروضې ولسوالۍ د خلکو او ورزشکارانو له لوري د هغه دروند اسقبال وشو او په ياده ولسوالۍ کې يې د ورزشي برخې د پراختيا غوښتنه وکړه.
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ لوی رييس احمدالله وثيق د دوی غوښتنې واورېدې او ورزشکارانو ته يې ډاډ ورکړ چې د هیواد د ورزش اداره يې په ورزشي ډګر کې ملاتړ کوي او تل د ورزشکارانو ترشا ولاړه ده. ده همداراز زیاته کړه: موږ په همدې پار راغلي يو چې ستاسو ستونزې او غوښتنې ووينو او واورو او تر خپل توانه ورته ځان ورسوو.
داپه داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د هيواد د ورزش ادارې لوی رییس پکتيکا ولايت ته د ورزشکارانو او ورزشي وضعيت څخه د ليدنې په موخه تللی او په خپل سفر کې يې د ياد ولايت له ورزشي امريت، ورزشکارانو او کلپونو لیدنې کړې او ترڅنګ يې په ياد ولايت کې د نېزه وهنې د ميدان پرانيسته هم وکړه.
