پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د احسن العلوم مدرسې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې احسن العلوم مدرسې لوبډلې خپلې سيالې حوضي لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړنۍ بريا يې په خپل نوم کړه.
د دغو سیاليو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو ترمنځ پېژندگلوي او د سالمې تفريح برابرول دي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.