پکتيکا؛ په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۴:۳۳
پکتيکا؛ په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د څلورو ولایتونو د ۲۲ لوبډلو ترمنځ په ليرې پرتو سيمو کې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه د واليبال سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې د خوست، غزني، پکتيا او کوربه پکتيکا ولايتونو لوبډلو گډون کړی، چې په لومړۍ لوبه کې کامران لوبډلې خپلې سيالې پهلون لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

ياده دې وي، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۱۸ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو، وزلوبې او نیزه وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کندز ټاکنیزې لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۵
Background image

زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۵ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

په. . .

BACK TO NEWS