پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۱۶
پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په زيړوک ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې اته ورځې يې مخکې پيل شوې وې د نورولي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د نورولي او عبدالله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه عبدالله لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې نورولي لوبډلې ياد هدف په ۱۲م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د دوو ویکټو په توپير وگټله.

.د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او له نشه يي توکو څخه يې ليری والی وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۲:۵
Background image

بلخ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کشندې ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۳۷
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۱۹
Background image

لوگر؛ خروار ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې سيالې پای ته ورسېدې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د خروار ولسوالۍ په شيخانو کلي کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سیالۍ، چې ۲۴ ورځې. . .

BACK TO NEWS