پکتيکا؛ د ارګون ولسوالۍ په پير کوتي سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۳۶
پکتيکا؛ د ارګون ولسوالۍ په پير کوتي سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په پیرکوتي سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چي ۱۵ ورځي وړاندې پیل شوې وې د سپیرواس لوبډلې په اتلولۍ پاي ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د سپیرواس او جلیل کاروان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې سپیرواس لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو موخه په لرې پرتو سېمو کې ورزش ته وده ورکول ياد شوي دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۵۹
Background image

کابل؛ د افغانستان د پهلوانۍ لومړی پړاو غوره ليګ د قوش‌تېپې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون له لوري د هېواد له بېلابېلو ولايتونو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د افغانستان د پهلوانۍ او غېږنيونې لومړی پړاو غوره ليګ سيالۍ،. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۵۴
Background image

کابل کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن دولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پانکريشن ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له څلورو زونونو څخه د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولايت د پانکريشن دولسم پړاو ټاکنيزې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۳۶
Background image

هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د همت اتلانو لوبډ‌لې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS